د فرانسې ولسمشر په پاریس کې له خپل امریکايي سیال سره ګوري

د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د ده فرانسوي سیال د نورماندي کلیزې په ویاړ په جوړو شویو مراسمو کې ګډون کړی دی.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون نن په پاریس کې د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر جو بایډن سره غونډه کوي.

د دې خبرو اترو د اجنډا په سر کې د اوکراین مسئله ځای شوې ده.

ولسمشر بایډن د چهارشنبې په ورځ فرانسې ته ولاړ چې د پنجشنبې په ورځ یې د نورماندي د جګړې په اتیایمه کلیزه کې برخه واخیسته.

نورماندي هغه سیمه ده چې امریکایي ځواکونو او متحدانو یې د ۱۹۴۴م کال د جون په شپږمه هلته د نازي جرمني پر پوځیانو برید وکړ.

دغې حملې په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني له ماتې سره مرسته وکړه.

ټاکل شوې ده چې سبا د ولسمشر بایډن د فرانسې سفر پای ته ورسېږي.