شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان نیوزیلینډ ته د ۱۶۰ منډو هدف ورکړ

د افغانستان او نیوزیلینډ له روانې سیالۍ یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شل اوریز نړیوال جام کې د نیوزیلینډ پر وړاندې د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۱۵۹ منډې یې وکړې.

دغه سیالي چې د کابل پر وخت سهار ۴:۰۰ بجې پیل شوې وه، نیوزیلینډ د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

افغان لوبډلې ته رحمن الله ګربز یو وار بیا ښه وځلېد او ۸۰ منډې یې جوړې کړې چې په دې سره په روان شل اوریز نړیوال جام کې مخکښ منډه جوړونکی هم شو.

دغه راز ابراهیم ځدراڼ ۴۴ او عظمت الله عمرزي بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لپاره په توپ اچونه کې ټرینټ بولډ او مټ هنري دوه دوه لوبغاړي وسوځول.