شل اوریز نړیوال جام؛ نیوزیلینډ د افغانستان پر وړاندې د توپ اچونې انتخاب وکړ

د افغانستان او نیوزیلینډ له مخکېنیو لوبو یو انځور

د افغانستان او نیوزیلینډ د ملي لوبډلو ترمنځ به د کرکټ شل اوریز نړیوال جام سیالي پیلېږي.

د لوبې پچه د نیوزیلینډ لوبډلمشر کین ویلیمسن وګټله او توپ اچونه یې انتخاب کړه.

دا په روان شل اوریز نړیوال جام کې د نیوزیلینډ لومړۍ سیالي ده.

په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان په یولس کسیزه لوبډله کې یو بدلون راغلی چې د مجیب الرحمن پر ځای نوراحمد ته چانس ورکړل شوی دی.

یاده سیالی هم د ګایانا ټاپو د پرو ویډنس په لوبغالي کې ترسره کېږي، چېرته چې افغانستان یوګانډا ته په ۱۲۵ منډو ماتې ورکړې وه.