د چین د بهرنیو چارو وزیر د بریکس ډلې په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ځي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي د بریکس ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون په هدف روسیې ته ځي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ پرون وویل چې وانګ‌يي به په روسیه کې د نورو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د بریکس ډلې ترمنځ پر همکاریو، د سیمې پر وضعیت او نورو مسایلو خبرې وکړي.

د روسیې په نیژني نوفګورود سیمه کې د بریکس ډلې دا غونډه راروانه دوشنبه او سې شنبه کېږي.

د ماو نینګ په وینا، بریکس د نویو ټوکېدلو بازارونو او پرمختیايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو مهم چوکاټ دی.

بریکس په نړۍ کې د تازه ټوکېدلو اقتصادي قدرتونو نړیوال سازمان دی چې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا یې غړي دي.

د روان میلادي کال په پیل کې مصر، ایتوپیا، ایران، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو هم په بریکس ډله کې د یوځای کېدو خبر ورکړ.