په جرمني کې له هرو پنځو کسانو دوه یې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو پلوي کوي

د فلسطین بیرغ

د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې په جرمني کې له هرو پنځو کسانو دوه یې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو پلوي کوي.

دغه نتیجه په هغه نظرپوښتنه کې اخیستل شوې، چې د یو ګف (YouGov) په نوم د یوه څېړنیز بنسټ له‌خوا شوې ده.

د نظرپوښتنې له مخې په سلو کې ۴۰ پوښتل شویو کسانو ویلي چې جرمني باید د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژني، خو ۲۷ سلنه نورو یې مخالفت کړی او ۳۳ سلنه نورو له څه ویلو ډډه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې ناروې، هسپانیا، ایرلنډ او سلووینیا د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو پرېکړه وکړه، هغه څه چې د اسراییل سخت غبرګون یې وپاراوه.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ ویلي چې د ده حکومت لا د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو پلان نه لري.