د سیمه‌ییز تماس ډلې ناسته په تهران کې پیلېږي

د تهران ښار یوه څنډه

تمه ده د سیمه‌ییز تماس ډلې ناسته سبا د جون اتمه د افغانستان، ایران، چین، روسیې او پاکستان د ځانګړو استازو په ګډون په تهران کې پیل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د برخې مشر رسول موسوي پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي، د دې ځانګړو استازو ترمنځ د افغانستان په اړه خبرې اترې د ناستې د اجندا په سر کې دي.

هغه زیاته کړې، د تهران ناسته به د سیمه‌ییزې همکارۍ په موخه د افغانستان او سیمې لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ پیغام له ځانه سره ولري.

له دې وړاندې یو شمېر رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړې استازي ضمیر کابلوف په حواله ویلي وو، د تهران په ناسته کې به د خبرو اترو ډېره برخه د دوحې پر ناستې متمرکزه وي.

د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د دوحې دوه ورځنۍ ناسته د روانې میاشتې په دېرشمه پیلېږې.

ملګرو ملتونو طالبانو ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې، خو طالب چارواکو ویلي چې له ارزونو وروسته به په دې اړه خپل دریځ اعلان کړي.