د ایران دولت رسنیو ته د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې سختې لارښوونې کړي

د ایران یو شمېر خبریالان د ولسمشرۍ انتخاباتو د کاندیدانو د نوملیکنې له بهیره انځورونه اخلي.

د ایران دولت د خپل هېواد رسنیو ته د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې سختې لارښوونې کړي دي.

د دې لارښوونو له مخې، هره هغه محتوا چې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون مخنیوی کوي، یا د انتخاباتو د تحریمولو هڅه په‌کې وي، همداراز د اعتراضي غونډو، اعتصاب یا پرلت د تنظیمېدو سبب کېږي، جرم ګڼل کېږي.

تیري کوونکي ممکن تر څلور اویا درو ووهل شي.

د ایران د انتخاباتو مرکزي کمېسیون وایي، د څلورو ښځو په ګډون لږ تر لږه اتیا تنه نوماندان به د جون په ۲۸مه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې سیالۍ ته سره ودرېږي.

په ایران کې وروسته تر دې د وار له مخه انتخاباتو د ترسره کېدو اعلان وشو چې د ایران مخکېنی ولسمشر ابراهیم رییسي د مې په ۲۰مه د هیلیکوپټر د لوېدو په پېښه کې ووژل شو.