طالبان: جرمني دې د افغانانو د ایستلو مسئله د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې حل کړي

د جرمني پر یوې دولتي ودانۍ د دې هېواد ملي بیرغ

طالبانو له جرمني غوښتي چې له خپلې خاورې د افغانانو د ایستلو مسئله د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې حل کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له برلین څخه دا غوښتنه په هغې اعلامیې کې کړې چې نن د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر خپره کړې ده.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پرون وویل چې هغه افغانان او سوریایان چې په جدي جرمونو کې ښکېل دي باید له جرمني وایستل شي.

شولڅ وروسته تر دې دا خبره وکړه چې تېره اوونۍ د جرمني په منهایم ښار کې یوه افغان کډوال د جرمني یو پولیس په چړې وواهه چې بیا وروسته دې افسر په روغتون کې ساه ورکړه.