د یوناما مشرې له متقي سره د دوحې غونډې پر جزییاتو او لازمو همغږیو خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او چپ لور ته د یوناما مشره روزا اتنبایوا

د یوناما مشرې روزا اتنبایوا د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د دوحې د درېیمې غونډې په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې غونډه کې د دوحې د دریېمې غونډې پر جزییاتو او لازمو همغږیو خبرې وشوې.

یوناما ویلي چې د دوحې د درېیمې غونډې پر اجنډا کار کوي.

طالبان غواړي چې په دې دوه ورځنۍ غونډې کې چې د ملګرو ملتونو له لورې د قطر په پلازمېنه کې د جون په دېرشمه پيلېږي خپله اجنډا وړاندې کړي، خو نړیوالو چې تر اوسه د دې غونډې په اړه څه ویلي هغوی ته په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقوق او د داسې حکومت جوړول مهم دي چې ټول افغانان ځانونه په‌کې وویني.