شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان او نیوزیلینډ سیالي کوي

د افغانستان او نیوزیلینډ له مخکېنیو لوبو یو انځور

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې د افغانستان ملي لوبډلې دویمه سیالي له نیوزیلینډ سره ده.

دا په روان نړیوال جام کې د نیوزیلینډ لومړۍ سیالي ده چې د ګایانا ټاپو په پروېډنس لوبغالي کې به ترسره شي.

سیالي به د روانې جون میاشتې په ۸مه نېټه د شنبې په ورځ د کابل پر وخت سهار ۴:۰۰ بجې پیل شي.

تر دې دمه په شل اوریزو سیالیو کې یادو هېوادونو یوازې یوه سیالي ترسره کړې ده چې د ۸ وېکټو په توپیر نیوزیلینډ ګټلې وه.

افغانستان په خپل ګروپ کې لومړۍ لوبه له یوګاندا د ۱۲۵ منډو په توپیر ګټلې ده.