د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د اسیا د اتل قطر ټیم پر وړاندې صفر-صفر مساوي شو.
د دوی لوبه بېګا د سعودي عربستان په شهزاده عبدالله لوبغالي کې وشوه.
دا لوبې د اسیا د اتلولۍ او د نړیوال جام مقدماتي سیالیو له ډلې وه.
د افغانستان ټیم په خپل جدول کې په پنځو نمرو درېیم مقام لري.
تمه ده بله لوبه یې له کوېټ سره د جون په یوولسمه راتلونکې سه شنبه ماښام وشي.