د طالبانو حکومت د تمدن تلوېزیون نشرات بندوي

د تمدن تلوېزيون نښان

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي چې د تمدن تلوېزیون فعالیت به له یوه سیاسي ګوند سره د تړاو او د دولتي ځمکو د غصب له امله ودرول شي.

د دغه وزارت ویندوی برکت الله رسولي تېره شپه په یوه بیان کې، چې پر ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر یې خپور کړ ویلي چې په سیاسي ګوندونو پورې اړوندې رسنۍ د فعالیت حق نه لري ځکه چې د طالبانو د عدلیې وزارت مخکې لا په هېواد کې د سیاسي ګوندونو هر ډول فعالیت منع کړی دی.

دغه وزارت دا هم ویلي چې تمدن تلوېزیون، خاتم النبیین مدرسه او خاتم النبیین پوهنتون د افغانستان په اسلامي حرکت ګوند پورې اړه لري او ودانۍ یې په غصب شویو دولتي ځمکو جوړې شوې دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا د درېیو واړو بنسټونو فعالیتونه درول کېږي او دفترونه یې بندیږي.

تمدن تلوېزیون پرون ماسپښین د یوه بېړني خبر په خپرولو سره اعلان وکړ چې د طالبانو د عدلیې وزارت یو پلاوی د دغه تلوېزیون دفتر ته د دې رسنۍ د بندولو لپاره ورغلی و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تمدن د خصوصي تلوېزیون د تړلو هڅه سیاسي او د هېواد د رسنیو د قانون خلاف کار دی.

تمدن تلوېزیون په ۲۰۰۵م کال کې په کابل کې د افغانستان د اسلامي حرکت ګوند د پخواني مشر محمد اصف محسني له خوا تاسیس شوی و.