شل اوریز نړیوال جام؛ امریکا په لومړي ځل پاکستان ته ماتې ورکړه

د کرکټ له نړیوالو سیالیو انځور. پاکستانی لوبغاړی عظم خان د لوبې پر مهال

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو لوبډلې پاکستان ته په سوپر اور کې ماتې ورکړه.

دا د امریکا د کرکټ لپاره تاریخي بری شمېرل کېږي.

د پنجشنبې په ورځ په الف ګروپ کې د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترسره شوې سیالۍ پچه کوربه لوبډلې ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه.

پاکستان د ۷ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

د امریکا لوبډلې د ۳ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۲۰ اورونو کې ۱۵۹ منډې وکړې او سیالي یې برابره کړه.

بیا د لوبې د پایلې معلومولو په پار سوپر اور ترسره شو چې امریکا د ۱۹ منډو هدف وټاکه، خو پاکستان یې په ځواب کې ۱۳ منډې وکړې.

دا په روان شل اوریز نړیوال جام کې د امریکا دویم بری دی او پاکستان بیا یوازې همدا یوه سیالي ترسره کړې ده.