برتانوي ساحلي ساتونکو د شاوخوا ۸۰ پناه غوښتونکو کښتۍ له ډوبېدو ژغورلې

ارشیف: د بریتانیا او فرانسې ترمنځ په اوبو کې یو شمېر پناه غوښتونکي نیول شوي دي.

بریتانیايي ساحلي ساتونکو پرون پنجشنبې شاوخوا ۸۰ پناه غوښتونکي، چې په یوه کوچنۍ کښتۍ کې له فرانسې بریتانیا ته روان وو، له ډوبېدو وژغورل.

دا کسان وروسته له هغه وژغورل شول چې بېړۍ یې د بریتانیا او فرانسې ترمنځ په اوبو کې د ډوبېدو له خطر سره مخامخ شوه.

د اوسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ساحلي ساتونکو تایید کړه چې دوی له پېښې وروسته دوه هیليکوپټرې ورواستولې چې پناه غوښتونکي وژغوري.

له بلې خوا بلغاریايي رسنیو ویلي چې د دغه هېواد پولیسو ۱۱ افغان کډوال په (ویلکو ترنوو) ولایت کې نیولي دي.

د بي‌ټي‌اې«BTA» د راپور له مخې، ټاکل شوې چې دا کسان د کډوالو د استوګنې مرکزونو ته انتقال شي.

د بلغاریا پولیسو د ۱۴۰۱ کال د فبرورۍ په وروستیو کې اعلان وکړ چې د دغه هېواد پلازمېنې صوفیې ته څېرمه یې په یوه لارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ افغان کډوالو جسدونه موندلي او په دې تړاو یې څلور کسان نیولي دي.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې په دې لارۍ کې چې له لرګیو ډک وو، کډوال پټ شوي وو او د اکسیجن د نشتوالي له امله ۱۸ تنو ساه ورکړې ده.