له واکسین پاتې افغان ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو لړۍ دوام لري

ارشیف: په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

نن هم په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو له واکسین څخه د پاتې ماشومانو د واکسین ورکولو لړۍ دوام کوي.

له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ په خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې نن به په وروستي پړاو کې واکسیناتوران هغو کورونو ته ورځي چې ماشومان یې د واکسین له روان کمپاین څخه پاتې دي.

دغه بنسټ له خلکو غوښتنه کړې چې د پولیو ناروغۍ ختمېدو لپاره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

د روان میلادي کال د پولیو ضد واکسین ورکولو دویم کمپاین تېره دوشنبه پیل شو او د طالبانو روغتیا وزارت ویلي وو په څلورو ورځو کې به ۱۱ میلیونه او دوه لکه ماشومان واکسین شي.

روان میلادي په افغانستان کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۶ ته رسېدلی و چې ټولې په ننګرهار کې وې.