پوتین: روسیه باید د طالبانو حکومت سره خپلې اړيکې عادي کړي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وایي، روسیه باید په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خپلې اړيکې عادي کړي.

د روسیې د انټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې ولادمیر پوتین دغه څرګندونې پرون چهارشنبې په سانټ پترزبورګ ښارکې د بهرنیو رسنیو له مسوولانو سره په یوه غونډه کې د ازبکستان د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې.

پوتین وویل، دا اړینه ده چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ټینګې شي او زیاته یې کړه چې "په ټوله کې موږ له هغوی سره په تعامل کې یو او غواړو چې هغه پرمخ ولاړشي."

د پوتین په خبره له یوه ګاونډي سره په تېره بیا د ازبکستان لپاره چې له افغانستان سره اوږده پوله لري، په کار ده چې ورسره یو ډول اړیکې ولري څو د امنیت او لوژیستیکي انتقالاتو د پراختیا ډاډ حاصل شي.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې د روسیې ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو یو پلاوی د سانټ پترزبورګ په اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره هغه ښار ته رسېدلی دی.

تېره اونۍ د پوتین په شمول د دې هېواد یو شمېر جګپوړو چارواکو وویل چې روسیه په دې غور کوي چې د طالبانو نوم د تروریستي سازمانونو له لېسته لیرې کړي.

روسیې په ۲۰۰۳م کال کې طالبان په دغه فهرست کې شامل کړي دي.