له جرمني څخه افغانستان او سوریې ته د جدي جنایتکارانو د استولو بهیر بېرته پیلېږي

د جرمني صدراعظم اولاف شولز

وروسته له هغې چې د جرمني په منهایم ښار کې د اسلام ضد یوه لاریون په ترڅ کې د یوه افغان له‌خوا د چړې په ګوزارونو یو پولیس مړ او څو کسان ټپیان شول، د جرمني صدراعظم اولاف شولز نن پنجشنبې د دې هېواد پارلمان ته وویل چې دی غواړي افغانستان او سوریې ته د جدي جنایت کارانو د استولو بهیر بېرته پیل شي.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې ښاغلي شولتز د پارلمان ولسي جرګې ته وویل، دغسې جنایتکاران باید ډیپورت شي ولو که هغوی د افغانستان یا سوریې وګړي هم وي.

هغه زیاته کړه، د جدي جنایتکارانو او د هغوی لپاره چې تروریستي ګواښونه رامنځته کوي، په جرمني کې ځای نه‌شته.

د جرمني صدراعظم په دې اړه چې دغه پروسه به بېرته په څه ډول پیلېږي، زیات جزییات ورنه‌کړل، خو ویې ویل چې د کورنیو چارو وزارت یې د تطبیق پر جزییاتو کار کوي او په دې اړه یې د افغانستان او سوریې له ګاونډیانو سره خبرې پیل کړي دي.

د راپور له مخې په الوتکو کې د دغو کسانو بېرته لېږل پر کابل د واکمنو طالبانو او هم په دمشق کې د رژیم همکاري ته اړتیا لري، خو شولتز وویل چې همدې ټکي ته په پام اوس د دې هېوادونو ګاونډیانو ته د دغو کسانو په استولو غور کېږي.