د فرانسې ولسمشر د اوکراین د سولې کنفرانس کې ګډون کوي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د فرانسې د ولسمشر دفتر تایید کړه چې ولسمشر ایمانویل مکرون به روانه میلادي میاشت په سویس کې د اوکراین د سولې په کنفرانس کې ګډون وکړي.

د اوکراین د ولسمشر ویاند سرهې نیکیفوروف وویل چې ۱۰۷ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د جون د ۱۵ - ۱۶په سرمشریزه کې د ګډون تایید کړی دی.

اوکراین هیله‌من دی چې په دې کنفرانس کې به له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپلو شرطونو د لید لوري سره سم د نړیوالو پراخ ملاتړ ترلاسه کړي.

د امریکا له‌خوا به د دې هېواد د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس او د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.