رینا امیري: د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره مې ګټورې خبرې وکړې

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د دوحې غونډې په درشل کې یې د سولې او سیاست په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمیري ډي کارلو سره ګټورې خبرې کړې دي.

مېرمن امیري دغه خبرې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي د میاشتې په ۱۷ مه نېټه پر ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کړې دي.

هغه وویل، دا غونډه د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د وضعیت او د دوحې په درېیمه ناسته کې د مدني ټولنې د ګډون لپاره د دې د دفتر د هڅو یوه برخه ده.

ټاکل شوې د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه د روانې جون میاشتې په پای کې جوړه شي.

د آغلې امیري په وینا، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو او نجونو د ناوړه وضعیت له امله د افغان فکري مشرانو ملاتړ او همکاري اړینه ده.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له راتګ سره په افغانستان کې پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه ولګول شول چې د نړیوالې ټولنې انتقادونه یې راپارولي دي.