چک جمهوریت کې د ترافیکي پېښې له کبله څلور کسان مړه شوي

دغه پېښه بېګا ناوخته په پاردوبیسه ښار کې چې له پلازمېنې پراګ سره دوه سوه کیلو متره واټن لري، رامنځته شوې ده.

په چک جمهوریت کې د یوه مسافر وړونکي او یوه بار وړونکي رېلګاډي د ټکر له کبله څلور کسان مړه شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې دغه پېښه بېګا ناوخته په پاردوبیسه ښار کې چې له پلازمېنې پراګ سره دوه سوه کیلو متره واټن لري، رامنځته شوې ده.

اژانس د چارواکو په حواله وایي، مسافر وړونکی رېلګاډی له چک څخه سلواکیا ته روان و او شاوخوا درې سوه مسافر په کې سپاره وو.

د چک د کورنیو چارو وزیر ویت راکوشان ویلي، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او په وینا یې وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د پېښې لامل تراوسه روښانه نه دی او په دې اړه پلټنې پیل شوي دي.