یوناما په سرپل کې د طالبانو له لوري د لسګونو کسانو په مترکو وهل وغندل

د افغانستان په عمومي نقشه کې د سرپل ولایت موقعیت

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په سرپل ولایت کې د طالبانو له لوري په عام محضر کې د لسګونو کسانو په مترکو وهل وغندل.

یوناما پرون چهارشنبې په یوه خبرپاڼه کې، چې په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې یې خپره کړې، پر طالبانو غږ کړی چې د بشري حقونو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي.

په خبرپاڼه کې راغلي: "په سرپل کې د افغانستان د چارواکو له خوا ۶۳ تنه په عام محضر کې ووهل شول. یوناما د جسمي مجازاتو غندنه تکراروي او د بشري حقونو نړیوالو مکلفیتونو ته د درناوي غوښتنه کوي."

د سې شنبې په ورځ، طالبانو د سرپل ولایت په یوه لوبغالي کې د ۱۴ ښځو په ګډون ۶۳ کسان په بېلابېلو تورونو د عامو خلکو په مخکې په شلاقو ووهل.

د بشري حقونو سازمانونو په ځلونو د طالبانو له لوري په عام محضر کې تورونو کسانو ته جسمي سزاوې غندلي او ورڅخه غوښتي چې دا ډول سزاوې پای ته ورسوي، خو طالبان وايي چې شریعت تطبیقوي او له دې ډول سزاوو لاس نه اخلي.