د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ هند په ۸ ویکټونو آیرلینډ ته ماته ورکړه

د هند لپاره روهېت شرما ۵۲ منډې وکړې.

د نړیوال شل اوره جام سیالیو په دوام کې پرون هند په ۸ ویکټونو او ۴۶ توپونو آیرلینډ ته ماته ورکړه.

آیرلینډ لومړی بېټېنګ پا توپوهونه وکړه، خو ټول لوبغاړي یې په شپاړسم اور کې په داسي حال کې وسوځېدل چې یوازې یې ۹۶ منډې کړې وې.

هندي لوبغاړو په اسانه هدف پوره کړ.

د هند لپاره روهېت شرما ۵۲ منډې وکړې.

ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه څلور سیالۍ وشي.

په سي ګروپ کې به پاپوانیوګیني له یوګنډا سره د افغانستان په وخت د سهار په څلور بجې مخامخ شي.

د نن ورځې دوهمه سیالي به د اسټرالیا او عمان ترمنځ د افغانستان د مازدیګر په ۵ بجې وي.

په اې ګروپ کې د امریکا او پاکستان سیالي به د افغانستان د شپې په اته بجې پیل شي او وروستۍ مسابقه به د نامیبیا او سکاټلنډ ترمنځ ترسره شي.