پاکستانيو ځواکونو په چمن کې پر معترضانو عملیات کړي

په چمن کې د معترضانو یو انځور

په بلوچستان کې امنیتي ځواکونو پر هغو اعتراض کوونکو عملیات کړي چې له یوې میاشتې راهیسې یې د کوټې او چمن تر مینځ لوی سړک تړلی و.

مشال راډیو د سیمې د چارواکو په حواله ویلي چې په بیګنیو عملیاتو کې یې پر اعتراض کوونکو اوښکې بهونکی ګاز کارولی، یو شمېر اعتراض کوونکي یې نیولي او لاره یې د موټرو په مخ خلاصه کړې ده.

د چمن مرستیال کمشنر راجه اطهر عباس ځایي رسنیو ته ویلي، دا عملیات یې وروسته تر هغه وکړل چې په خبره یې پرلتوالو د جون په درېیمه د پولیو کمپاین پر کارکوونکو برید وکړ چې دوه امنیتي سرتېري او دوه واکسیناتورانې یې ټپیانې کړې.

خو بلخوا د چمن د پرلت د کمېټۍ ویاند صادق اڅکزي پرون د جون پر څلورمه مشال راډیو سره په خبرو کې دغه تور بې بنسټه بللي دي.

د چمن پرلت د ۲۰۲۳ز کال د اکټوبر له ۲۱مې روان دی او دوی د خپلو غوښتنو لپاره د مې له څلورمې راهیسې د چمن او کوټې ترمنځ لاره هم تړلې وه.

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط ختم کړي، خو د پاکستان حکومت دا نه مني.