د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وایي، دغه هېواد د اقلیمي بدلون له کبله له سخت ګواښ سره مخامخ دی.
مېرمن اوتونبایوا د چاپېریال د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن د جون په پنځمه نمانځل کېږي ویلي، ملګري ملتونه ژمن دي چې له افغانستان سره د چاپېریال په ساتنه کې مرسته وکړي.
نوموړې وروستیو ویجاړونکو سېلاونو ته په اشارې وویل، افغانستان کې د مخنیوي جدي اقداماتو ته اړتیا ده.
هغه زیاتوي: "د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې سېلاونه راووتل او د خپلې لارې په اوږدو کې یې هر څه له منځه یوړل. دې سېلاونو یوځل بیا وښوده چې افغانستان د نړۍ په کچه له اقلیمي بدلونه یو تر ټولو ډېر زیانګالی هېواد دی. دا مونږ ته د هغې اړتیا خبرداری راکوي چې باید د مخنیوي اقدامات وکړو."
ملګري ملتونه وایي، وروستیو سېلاونو چاپېریال ته په زیان سربېره ۲۲ زره کورونه له منځه وړي او ګڼ شمېر سړکونه، پلونه او کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې اداره هم مني چې افغانستان له اقلیمي بدلونه اغېزمن شوی او په خبره یې نړۍ باید دا بشري موضوع سیاسي ونه ګڼي او دې برخه کې مرسته وکړي.