په ارزګان کې د یوې نښته له کبله د "احسان الله پښتون" په نوم یو خبریال وژل شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولایت موقعیت

د خبریالانو یوه مدافع ټولنه د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې په یوه نښته کې د سیمه ییز خبریال احسان الله پښتون د وژل کېدو خبر ورکوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه بیان کې چې نن د غبرګولي ۱۶مه خپور شو ویلي، ۲۴ کلن پښتون د شمع په نوم د سیمه ییزې راډیو خبریال و چې پرون د ترینکوټ په سفیدخار سیمه کې په یوه شخصي نښته کې د چړو په ګوزارونو وهل شوی او وژل شوی دی.

بیان زیاتوي چې په نښته کې د پښتون یو ملګري هم ټپي شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز بیان همداراز ویلي چې احسان الله له شمع راډیو سره په ویندویۍ او تخنیکي چارو کې همکاري کوله.

د راپورونو له مخې په ارزګان کې د طالبانو امنیتي چارواکو د دې قضیې په تړاو درې مشکوک کسان نیولي او تحقیقات یې پیل کړې دي.