د امریکا استازو جرګې د جرمونو پر نړیواله محکمه د بندیزونو د لګولو لایحه تصویب کړه

د امریکا کانګرس

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې پرون هغه لایحه تصویب کړه چې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو او نورو چارواکو د نیولو د حکم صادرولو له وجې د جرمونو پر نړیواله محکمه د بندیزونو غوښتنه کوي.

دا لایحه چې په ۲۴۷ موافقو او ۱۵۵ مخالفو رایو تصویب شوه لومړۍ لایحه ده چې د اسراییلو او حماس ډلې د مشرانو د نیولو د حکم له صادرولو وروسته د دې محکمې پر ضد د کانګرس د اقدام په توګه تصویبېږي.

که څه هم د غزې د جګړې له کبله د جمهوریپال او ډیموکرات ګوندونو ترمنځ اختلاف رامنځته شوی، خو د جرمونو د نړیوالې محکمې پر دې حکم په واشنګټن کې خورا ډېر انتقادونه هم وشول او له اسراییلو سره د یووالي فضا رامنځته شوه.