بایربوک: له جرمني د افغان کډوالو تر ایستلو مخکې باید د افغانستان وضعیت وارزول شي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک

د جرمني په منهایم ښار کې د یوه افغان وګړي د چړو په ګوزارونو د یوه پولیس له وژل کېدو وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې ویلي دي چې له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو له پرېکړې مخکې باید د افغانستان وضعیت په دقت سره وارزول شي.

انالینا بایربوک پرون په برلین کې د یوې وینا پرمهال وویل د جرمني د کورنیو چارو وزارت له څه مودې راهیسې په دې اړه څېړنې کوي.

هغې زیاته کړه چې دا مسئله ډېره مهمه ده، خو مېرمن بایربوک دا پوښتنه هم وکړه چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د احتمالي استولو په صورت کې به جرمني له هغه حکومت سره چې دې اسلامپال تروریست رژیم وباله او هېڅ اړیکي نه ورسره پالي څنګه همکاري کوي.

دا پولیس تېره اونۍ د مسلمانانو پر وړاندې د یوې مظاهرې پر مهال د یوه افغان د چړو په ګوزارونو ټپي شو او د یکشنبې په ورځ یې په روغتون کې ساه ورکړه.

دې پېښې په جرمني کې د افغان کډوالو پر ضد احساسات سخت وپارول.