امیري د دوحې په غونډه کې د ښځو او مدني ټولنې د معناداره ګډون پر اهمیت ټینګار وکړ

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د قطر، متحده عربي اماراتو، بلجیم، کاناډا او فرانسې له دایمي او ځانګړو استازو سره یې ګټورې ناستې لرلې.

د سه شنبې په ورځ جون ۴مه مېرمن امیري د ایکس شبکې یا پخواني ټویټر له لارې لیکلي چې هغې په دې لیدنو کې د دوحې په درېیمه غونډه کې د ښځو او مدني ټولنې د معناداره ګډون پر اهمیت ټینګار وکړ.

ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.