د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو، تېزو بادونو او بارانونو اټکل شوی

په بغلان کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د هوايي چلند او ټرانسپورټ وزارت د هوا پېژندنې ادارې په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو او تېزو بادونو سره د سختو بارانونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی.

دې ادارې نن په نورستان، لغمان، کونړ، کابل، کاپیسا، پروان، ننګرهار، میدان وردګو، لوګر، خوست، بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر او پکتیا ولایتونو او سالنګونو د سختو اورښتونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړ.

دې ادارې دا وړاندوینه کړې، چې په بېلابېلو ولایتونو کې به د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۴۵ ملي مترو پورې وي.

دغه راز د سالنګ په ګډون په لوېديځو، سوېل، ختيځو او مرکزي ولايتونو کې په يو ساعت کې د ٥٠ او ٨٠ کيلومترو په سرعت د قوي بادونو د لګېدو امکان شته.

په افغانستان کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو په پایله کې سلګونه کسان وژل شوي، زرګونه د استوګنې کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.