نریندرا مودي د هند په عمومي ټاکنو کې د بریا ادعا وکړه

د هند صدراعظم نریندرا مودي

د هند صدراعظم نریندرا مودي د سه شنبې په ورځ د جون په ۴مه د هند په عمومي ټاکنو کې د بریا ادعا وکړه.

هغه دا هم وویل چې که ګوند یې له تمې لوړ د قوي اپوزیسیون پر وړاندې څوکۍ له لاسه ورکړي، خو بیا هم په ټاکنو کې بریالی شوی دی.

د اسوشېټېډپرېس د راپور په اساس، نریندرا مودي پرون د خپل ګوند په مرکزي دفتر کې یوې غونډې ته وویل: "د نن ورځې بریا د نړۍ د تر ټولو لویې ډیموکراسۍ بریا ده."

دا د هند له صدراعظم جواهر لعل نهرو وروسته دویم ځل دی چې یو هندي مشر د درېیمې دورې لپاره واک په لاس کې اخلي.

په هند کې د شپږو اوونیو په ټاکنو کې تر ۶۴۰ میلیونو ډېرې رایې کارول شوې دي.