د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراجالدین حقاني سره لیدلي.
د متحده عربي اماراتو خبري اژانس د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د ابوظبۍ په شاهي ماڼۍ کې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اړیکو په پیاوړتیا او د سیمې د ثبات موندلو په لارو چارو بحث کړی دی.
دا لومړی وار دی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دوی د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له افغانستان بهر وځي.
دی د امریکا د ترهګرو او تعقیب وړ لېست کې دی.
د اماراتو خبري اژانس د سراجالدین حقاني په حواله لیکلي چې د متحده عربي اماراتو د ولسمشر په لیدو یې خوښي ښودلې او د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې یې ستایلي دي.
په دې کتنه کې انس حقاني او د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم ګډون درلود.