یو ایرانی افسر چې پوځي سلاکار بلل شوی، په سوریه کې د اسراییلي ځواکونو په مشکوک هوايي برید کې وژل شوی دی.
سپاه پاسداران انقلاب ځواک ته د نژدې تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې د سعید آبیار د هغو ۱۷ کسانو په ډله کې و چې پرون سهار وختي حلب ښار ته نژدې په هوايي برید کې ووژل شول.
د خبر له مخې آبیار د سپاه غړی و.
د دې افسر د وژل کېدو په اړه سپاه پاسداران ځواک او حکومت رسماً څه نه دي ویلي، خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري کاني سیمې ته د سفر په ترڅ کې چې له لبنان څخه پیل شو، نن سوریې ته ورسېد.
آبیار د سپاه پاسداران لومړی غړی دی چې د اپرېل په لومړۍ نېټه په دمشق کې د ایران پر سفارت له برید وروسته وژل کېږي.
په هغه برید کې د دوو مهمو جنرالانو په ګډون د سپاه اوه جګپوړي افسران وژل شوي وو.
اسلامي جمهوریت هغه مهال خبرداری ورکړی و چې د ایران پر ګټو حملې به بې ځوابه پرې نهږدي.