د چک جمهوریت پولیسو پر څو اوکرایني فعالانو د برید په تور څلور کسان نیولي

د پراګ هوايي ډګر

د چک جمهوریت پولیسو د دې هېواد په پلازمېنه کې پر څو اوکرایني فعالانو په برید کې د لاس لرلو په تور څلور کسان چې په روسي ژبه خبرې کوي، د پراګ په هوايي ډګر کې نیولي دي.

پر اوکرایني فعالانو د برید لومړۍ ویډیو چې یوه اوکرایني فعال پر ټولنیزو رسنیو خپره کړې ده دوه رسي ژبي کسان د پراګ میدان په نوم د یوې نادولتي موسسې پر فعالانو د برید په حال کې ښيي.

دا ټولنه د جګړې ځپلي اوکراین لپاره چنده راټولوي او په بله ویډیو کې چې یوې فعالې مېرمنې خپره کړې، نوموړې له پېښې وروسته په داسې حال کې لیدل کېږي چې لاسونه یې ظاهراً په وینو سره دي.

د چک پولیسو د دوشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې پرته له دې چې د نیول شویو کسانو د هویت او تابعیت یادونه وکړي، وویل چې د عدلي طب کارپوهانو تورنو کسانو ته جنايي دوسیې پرانیستې دي.