پېکېنګ کې د خونړیو مظاهرو ۳۵مه کلیزه؛ دغلته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

په تیانان مېن چوک کې د خونړیو مظاهرو په ۳۵مه کلیزه د امنیتي تدابیرو یو انځور

په داسې حال کې چې نن د پېکېنګ په تیانان مېن چوک کې د څه باندې درېیو لسیزو مخکې خونړۍ پېښې کلیزه ده، په چین او هانګ کې خاموشي خوره ده او پر لارو کوڅو کې د امنيتي ځواکونو پراخ حضور لیدل کېږي.

د پېکېنګ په تیانان مېن چوک کې د خونړیو اعتراضونو په ۳۵ مه کلیزه نن هلته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي، په هر ځای کې د تلاشۍ پوستې جوړې دي او دې چوک ته د ورتلونکي لوی سړک په اوږدو کې د پولیسو موټر ګزمې کوي.

په هانګ کانګ کې هم د دې ورځې په مناسبت د غونډو د جوړولو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې پولیسو لږترلږه دوه کسان له عمومي سړک څخه خپلو موټرو ته پورته کړل ځکه چین له اوږدې مودې راهیسې نه یوازې د دې هېواد په اصلي ځمکه بلکې په نور قلمرو کې هم د ډیموکراسۍ په پلوي په دې پراخو اعتراضونو کې د خلکو د ډلوژنې د خاطرو د له منځه وړلو هڅه کوي.

دا مظاهرې د ۱۹۸۹ کال د اپرېل په ۱۵پیل شوې او د جون د ۴مې نېټې په سهار د ۱۸۰زرو په شاوخوا کې سرتېرو او پولیسو د هغو عملیاتو په ترڅ کې چې یوه شپه مخکې یې پیل کړي وو، پر معترضانو ډزې وکړې او ډېر یې تر ټانکونو او زغرګاډو لاندې کړل.

په دې پېښه کې د وژل شویو خلکو دقیق شمېر تراوسه هم نه دی معلوم، خو ګومان کېږي چې ښايي سلګونو او حتی زرګونو ته ورسېږي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو- نینګ نن وویل د اتیایمې لسیزې په پای کې د سیاسي ناآرامیو په اړه د چین د حکومت دریځ له پخوا راهیسې روښانه دی، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

کله چې له ویاندې څخه د دې ورځې په مناسبت د لویدیځو دولتونو د بیانونو په اړه پوښتنه وشوه هغې په ځواب کې وویل حکومت له ټولو هغو کسانو سره چې له دې پېښې څخه پر چین د حملې، د دې هېواد د بدنامولو او په کورنیو چارو کې یې د لاسوهنې لپاره کار اخلي، په کلکه مخالفت کوي.

په پېکېنګ کې نن هر څه ظاهرا آرام ښکارېدل؛ د سیلانیانو د ثبت د یوې ویبپاڼې د راپور له مخې سیلانیان د هغه واټونو په دروازو کې چې په پای کې یې د تیانان مېن چوک دی په کتار کې ولاړ وو، خو دې چوک ته د مترو نژدې تمځای چې پر سر یې تیانان مېن لیکلی دی، تړلی و.

د دې مظاهرو ځپل د چین د معاصر تاریخ یوه لویه پېښه وه چې په نتیجه کې یې دا بحران د چین د کمونېست ګوند د هغو تندلارو مشرانو په ګټه پای ته ورسېد چې د سیاسي اصلاحاتو پر ځای یې د سختو مقرراتو پلي کول غوښتل.

له دې پېښې وروسته د تېرو څو لسیزو اقتصادي ودې، چین چې یوختې د نړۍ له بېوزلو هېوادونو څخه و، د نړۍ په دوهم اقتصادي قدرت بدل کړ.

د تیانان مین اعتراضونه په ټول چین کې په یوه حساسه موضوع بدله شوې او چارواکي په دې اړه پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي مطالب سمدستي او په کلکه سانسور کوي.