د جرمني پولیس د وژنې قضیه کې د اسلامي بنسټپالنې شواهد موندل شوي

د جرمني په جنوب لویدیځ منهایم ښار کې پولیس د وژل شوي پولیس په ځای کې د څېړنو پر مهال لیدل کېږي.

د جرمني چارواکي وايي چې په جنوب لویدیځ منهایم ښار کې د یوه افغان له خوا د یوع پولیس د وژنې په قضیه کې یې د اسلامي بنسټپالنې شواهد موندلي دي.

دا پولیس تېره اوونۍ د مسلمانانو پر ضد د یوې مظاهرې پر مهال د چړې په ګوزارونو ټپي شوی و چې د یکشنبې په ورځ یې په روغتون کې سا ورکړه.

د جرمني د عدلیې وزیر مارکو بوشمن تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې په دې برید کې د اسلامپالنې څرګنده انګېزه ښکاري او ځکه د دې قضیې اړوند تحقیقات فدرال څارنوالانو ته چې د تروریزم پر ضد د مبارزې او د ملي امنیت د چارو مسوولیت لري، سپارل شوې ده.

د جرمني فدرال څارنوالۍ هم نن تایید کړې چې د دې تحقیقاتو مسوولیت ورسپارل شوی دی.
د څارنوالانو په وینا، بریدګر یو ۲۵ کلن افغان دی چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې په جرمني کې اوسېږي او د راپورونو له مخې د سیاسي پناه غوښتنه یې رد شوې ده.

جرمني چارواکي وايي، تورن د هغې ډلې څو تنه غړي هم په چاړه وهلي چې له سیاسي اسلام سره مخالفت کوي.