شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان یوګانډا ته د ۱۸۴ منډو هدف ورکړ

افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ او رحمن الله ګربز د یوګاندا پر وړاندې د توپ‌وهنې پر مهال

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په لومړۍ سیالۍ کې د یوګانډا پر وړاندې ۱۸۳ منډې وکړې.

په افغان توپوهونکو کې رحمن الله ګربز ۷۶، ابراهیم ځدراڼ ۷۰ او محمدنبي ۱۴ منډې وکړې.

په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان پیلیزو توپوهونکو د ۱۵۴ منډو منډو ملګرتیا کړې وه.

یوګانډا ته بیا په توپ اچونه کې کاسمس چیوتا او براین مصابا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

یوګانډا به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.