نتنیاهو د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو مشرانو ته وینا رد کړه

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې د جون میاشتې په ۱۳مه د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو مشرانو ته وینا کوي.

د فرانس پرېس خبري اژانس په وینا، د نتنیاهو دفتر ویلي، نوموړي د امریکا کانګرس کې د وینا بلنه منلې، خو د وینا لپاره یې کومه نېټه تراوسه نه ده مشخصه شوې.

د امریکا د کانګرس مشرانو هم ویلي چې امریکا ته د نتنیاهو د سفر نېټه لا نه ده مشخصه شوې.

په غزه کې د جګړې او په ځانګړې توګه پر رفح ښار د عملیاتو په تړاو د اسراییلو د صدراعظم او امریکایي چارواکو ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی.