د اسلام‌اباد عالي محکمې د عمران خان پر ضد د خیانت حکم لغوه کړ

عمران خان، چې د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د پارلمان له خوا بې واکه شو تر ۱۷۰ زیاتې دوسیې لري.

د اسلام اباد عالي محکمې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان پر ضد د خیانت حکم لغوه کړ.

دغې محکمې پرون دوشنبه د جون ۳مه وویل چې د پاکستان د حکومت د اپوزیسیون مشر لا هم په نورو تورونو په بند کې دی.

خان خپل محکومیت رد کړی او ویلي یې دي په دې خاطر محکوم شوی چې د فبرورۍ په ټاکنو کې ګډون ونه‌کړای شي.

عمران خان، چې د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د پارلمان له خوا بې واکه شو تر ۱۷۰ زیاتې دوسیې لري.

اکثر دا دوسیې د هغه د صدارت وخت ته ورګرځي چې د اختلاس، له واکه ناوړه استفادې او د دولتي رازونو د افشا په اړه دي.

د اسلام اباد محکمې همداراز پرون د تحریک انصاف پاکستان د مرستیال شاه محمود قریشي د بند سزا لغوه کړه.

دغه دوه کسان په واشنګټن کې د پاکستان د سفیر له‌خوا اسلام اباد ته د استول شوي پټ ټیلیګرام د خپرولو په تور هم محکوم شوي وو.