امريکا تر اوسه د حماس لهخوا د اوربند په تړاو کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.
حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي.
امریکایي چارواکو تایید کړې چې تېره اوونۍ د اوربند او د یرغملو د خلاصون طرحه له حماس سره شریکه شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر پرون دوشنبه د جون ۳مه خبریالانو ته وویل دی پوره ډاډه دی چې اسراییل به له دې وړاندیز سره موافقه وکړي.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو یوه همکار د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې اسراییل د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د طرحې اډانه یا چوکاټ منلی دی.
په ورته وخت کې د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي۷ G7 اعلان وکړ چې د ولسمشر بایډن لهخوا د وړاندیز شوي دایمي اوربند ملاتړ کوي او پر حماس یې غږ کړی چې دا پلان ومني.