شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان د یوګاندا پر وړاندې لومړی توپوهنه کوي

افغان لوبغاړي د توپ وهنې پر مهال

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ۵مه سیالي د افغانستان او یوګاندا د لوبډلو ترمنځ پیلېږي، پچه یې یوګاندا ګټلې او توپ اچونه یې غوره کړې ده.

سیالي به د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې پيل شي.

په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان په یولس کسیزه لوبډله کې رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ګلبدین نایب، عظمت الله عمرزی، محمدنبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، راشدخان، مجیب الرحمن، نوین الحق او فضل حق فاروقي لوبه کوي.

یاده سیالي د کربین په ګایانا ټاپو کې ترسره کېږي او دا د دواړو لوبډلو لومړنۍ سیالي ده.