شل اوریز نړیوال جام؛ سویلي افریقا خپله لومړۍ سیالۍ له سریلانکا وګټله

د سویلي افریقا د کرکټ لوبډلې لوبغاړي

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام څلورمه سیالي د سویلي افریقا او سریلانکا ترمنځ ترسره شوه چې د ۶ وېکټو په توپیر سویلي افریقا وګټله.

یاده سیالي چې نن دوشنبه د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې د امریکا د نیویارک ښار په ناساو کاونټي لوبغالي کې پیل شوې وه، سریلانکا د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۹.۱ اورونو کې ۷۷ منډې جوړې کړې.

مخکښ منډه جوړونکی یې کوشال مینډس و چې ۱۹ منډې یې کړې وې.

د سویلي افریقا لپاره بیا انریک نارتکیا ۴، کګېسو رباډا او کېشو مهراج دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

سویلي افریقا هدف د ۱۷م اور په دویم توپ پوره کړه او د شپږو وېکټو په تفاوت یې سریلانکا ته ماتې ورکړه.

هینریک کلاسن په دې سیالۍ کې ۱۹ ناسوځېدلې او ډیکاک بیا ۲۰ منډې جوړې کړې وې.

نارتکیا، چې په دې سیالۍ کې په ۴ اورونو کې یوازې ۷ منډې ورکړې وې او ۴ لوبغاړي یې سوځولي وو د لوبې د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزې وګټلې.

یادې دواړه لوبډلې په ډي D ګروپ کې قرار لري چې نورې لوبې به یې له بنګله دېش، نیپال او نیدرلینډ سره وي.

د ویلو ده چې د دې شل اوریز نړیوال جام ۵مه سیالي به د جون په ۴مه نېټه د افغانستان او یوګاندا ترمنځ وي چې د کابل پر وخت به سهار ۵:۰۰ بجې پیل شي.