د ایران د پارلمان مشر هم د دې هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوملیکنه وکړه

قالیباف چې پخوا د پوځ له قوماندانانو څخه و، نن د ټاکلي مهلت په وروستی ورځ په هغه فهرست کې ورزیات شو چې لسګونه کاندیدانو نوملیکنه په‌کې کړې ده.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف هم د دې هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوملیکنه وکړه.

قالیباف چې پخوا د پوځ له قوماندانانو څخه و، نن د ټاکلي مهلت په وروستی ورځ په هغه فهرست کې ورزیات شو چې لسګونه کاندیدانو نوملیکنه په‌کې کړې ده.

په دوی کې ډېری تندلاري سیاستوال دي.

د روانې جون میاشتې په ۲۸مه په راروانو انتخاباتو کې به د ابراهیم رییسي پرځای چې د مې په شلمه نېټه د بهرنیو چارو له وزیر امیرحسین عبداللهیان سره یوځای د هیلیکوپټر د نسکورېدو په پېښه کې مړ شو د نوي ولسمشر د انتخاب لپاره رایې واخیستل شي.

په پام کې ده چې د لوی مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌يي په مشرۍ ۱۲ کسیزه شورای نګهبان به د جون په یوولسمه د هغو کاندیدانو د تایید پروسه بشپړه کړي چې د دوی په نظر په انتخاباتو کې د ګډون لپاره سیالي کولای شي.