د اوکراین پر ختیځ د روسي ځواکونو راکټي حملې؛ یو ملکي کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي

د خارکییف پر سلوبوژانسکي لږ تر لږه پنځه راکټي حملې شوي دي.

د اوکراین په ختیځ کې خارکییف ښار ته څېرمه د روسي ځواکونو په تازه راکټي حملو کې یو ملکي کس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د سیمې والي اوله سینیهوبوف په ټلګرام کې لیکلي چې نن سهار د خارکییف پر سلوبوژانسکي لږ تر لږه پنځه راکټي حملې شوې دي.

د هغه په وینا، په دغو حملو کې یو تفریح­ځای په نښه شوی او یو ملکي کس یې وژلی، دوه نور ملکیان ټپیان کړي دي.

روسي ځواکونو په وروستیو اوونیو کې د اوکراین پر دویم لوی ښار خارکییف، چې د روسیې په ۳۴ کیلومترۍ کې پروت دی، خپلې حملې زیاتې کړې دي.

د جمعې په ورځ په یوه حمله کې چې د خارکییف پر نووباوار ولسوالۍ شوې وه، ۹ کسان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي وو.