د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د اوکراین په باب د سولې سرمشریزې ته د ملاتړ خپلولو لپاره په ناڅاپي سفر فیلیپین ته لاړ.
ټاکل شوې د اوکراین د سولې په اړه دا سرمشریزه د همدې جون میاشتې پر ۱۵مه او ۱۶مه په سویس کې جوړه شي.
زیلینسکي په سینګاپور کې د شانګريلا ډیالوګ په نوم په کلنۍ امنیتي غونډه کې تر ګډون وروسته د فیلیپین پلازمېنې مانیلا ته ورسېد او د هغه هېواد له ولسمشر فردیناند مارکوس سره یې وکتل.
زیلینسکي تر دې کتنې وروسته په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دوی د سولې په باب د نړیوالې سرمشریزې پر جوړېدو او په هغې د کې د اسیا جنوب ختیځو هېوادونو پر ګډون خبرې وکړې.
هغه ویلي، خوشحاله دی چې فیلیپین هم په دې سرمشریزه کې ګډون کوي.