د کرکټ نړیوال جام؛ د نامیبیا لوبډلې عمان ته ماتې ورکړه

د نامیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د نننۍ سیالۍ یو انځور

د کرکټ د شلو اوورونو نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن نامیبیا وتوانېد عمان ته ماتې ورکړي.

دغه لوبه عمان پیل کړه، چې په شلم اوور کې یې ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځېدل چې لا یې دوه توپونه پاتې وو او ۱۰۹ منډې یې وکړې، نامیبیا هم په شلو اوورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۹ منډې وکړې او لوبه مساوي شوه، خو په سوپر اوور کې بیا نامیبیا وتوانېد عمان ته ماتې ورکړي.

پرون د کرکټ شل اووره نړیوال جام په دویمه سیالۍ کې کوربه ویسټ اینډیز د ۵ وېکټو په توپیر پاپوانیوګيني ته ماتې ورکړه.

افغانستان به سبا سې شنبه د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې خپله لومړۍ سیالي د ویسټ اینډیز د ګایانا په ټاپو کې له یوګاندا لوبډلې سره وکړي.