کربي: له پوځي پلوه اسراییل په غزه کې خپل ډېر هدفونه ترلاسه کړي

په غزه کې اسراییلي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د امریکا د متحده ایالتونو د ملي امنیت شورا ویاند وایي، له پوځي پلوه اسراییل په غزه کې خپل ډېر هدفونه ترلاسه کړي دي.

جان کربي دغه څرګندونې پرون یکشنبه د امریکا له "این‌بي‌سي" تلوېزیوني شبکې سره مرکه کې کړي دي.

د جرمني د "ډي‌پي‌اې" خبري اژانس په وینا، کربي وړاندې ټینګار کړی، متحده ایالتونه دا نه شي ویلی چې حماس سخت دریځه ډله اسراییل ته یو ګواښ نه ده، خو په خبره یې دغه ډله دا وړتیا نه لري چې د تېرې اکټوبر میاشتې د ۷مې نېټې په څېر پر اسراییلو برید وکړي.

حماس ډله د امریکا او اروپایي ټولنې له‌خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي.

حماس د تېر اکټوبر په اوومه پر اسراییلو په برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور برمته کړل.

له دغه برید وروسته اسراییل پر غزې غچ اخیستونکي بریدونه پيل کړل چې د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا چې د حماس تر واک لاندې دی، تراوسه څه باندې ۳۶ زره فلسطینیان په کې وژل شوي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ په غزه کې د درې پړاوویز اوربند او د برمته شویو د خلاصون د طرحې جزییات اعلان کړل.

که څه هم واشنګټن وایي، اسراییل دغه وړاندیز شوې طرحه تایید کړې، خو د اسراییل د حکومت ځینو توند لارو غړو د شنبې په ورځ ګواښ وکړ چې که وړاندیز شوې طرحه ومنل شي، د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له ایتلافه به ووځي.

حماس ډله بیا ټینګار کوي چې د برمته شویو له خلاصون مخکې باید جګړه پای ته ورسېږي.