کرکټ نړیوال جام؛ راشدخان: سیالیو ته مو پوره چمتووالی نیولی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي چې په روان شل اوریز نړیوال جام کې یې خپلو سیالیو ته پوره چمتووالی نیولی او د ښو لوبو د ترسره کولو ډاډ یې څرګند کړ.

د یکشنبې ورځې ماسختن ناوخته د کرکټ نړیوالې شورا یا "ای‌سي‌سي" پر فېسبوک پاڼه په یوه ژوندي رسنیز کنفرانس کې راشدخان د خپلې لوبډلې د بشپړ چمتووالي ډاډ وښود او زیاته یې کړه چې اوس په ټورنمنټ کې د مخکې تګ پر ځای په یوې یوې سیالۍ تمرکز کوي.

د خان په وینا، لوبډلې یې په تېر پنځوس اوریز نړیوال جام کې ډېرې عالي لوبې ترسره کړي، خو دا شل اوریز نړیوال جام دی او دلته هره لوبډله کولای شي چې یو بل ته ماتې ورکړي.

د نوموړي ډېر تاکید په دې و چې لوبغاړي باید په هره لوبه کې سل سلنه د ښې لوبې کولو کوښښ وکړي او هېڅ لوبډلې ته په کمه سترګه ونه ګوري.

هغه وړاندې وویل: "په سيC ګروپ کې لوبډلې لږې سختې دي، خو شل اوریزه ده، هره لوبډله کولای شي یو بل ته ماتې ورکړي. لکه څنګه چې نن تاسې وکتل وېسټ اینډیز او پي‌این‌جي لوبه جالبه په دې وه چې اخره کې دواړو لوبډلو د لوبې د ګټلو چانس درلود، خو مونږ به تر ډېره په دې کوښښ کوو چې اوله لوبه له یوګاندا سره ښه وکړو او بیا د نورو لوبډلو په تړاو سوچ وکړو."

افغان لوبډلمشر دا هم وویل چې دوه اوونۍ وړاندې د کربین ټاپوګانو ته تللي او دې چارې ورسره دا مرسته کړې څو د یادې سیمې له کنډېشن او ویشتنځایونو سره سم بلد شي.

د نوموړي په ټکو، د اوسنۍ لوبډلې اکثریت لوبغاړو د وېسټ اینډیز د کربین لیګ په بېلابېلو کلونو کې سیالۍ کړي او په دې پوهېږي چې په کوم لوبغالي کې څنګه لوبه وکړي.

د ویلو ده چې افغانستان به د سې شنبې په ورځ د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې خپله لومړۍ سیالي د وېسټ اینډیز د ګایانا په ټاپو کې له یوګاندا لوبډلې سره ترسره کړي.