نړیوال جام؛ ویسټ اینډیز د پاپوا نیوګیني لوبډلې ته ماتې ورکړه

د وېسټ اینډیز یو لوبغاړی د لوبې پر مهال

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په دویمې سیالۍ کې کوربه وېسټ اینډیز د ۵ وېکټو په توپیر پاپوا نیوګيني هېواد ته ماتې ورکړه.

یاده سیالي چې د یکشنبې په ورځ د کربین په ګایانا ټاپو کې ترسره شوه کوربه هېواد پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه.

د پي‌این‌جي لوبډلې د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۲۰ اورونو کې د ۱۳۷ منډو هدف وټاکه.

یادې لوبډلې ته سيسي باو ۵۰ او کېپلېن دوریګا ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د وېسټ اینډیز لپاره په توپ اچونه کې الیزاري جوزېپ او انډري رسل دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

کوربه لوبډلې د هدف پوره کولو لپاره ښه پیل نه درلود، خو رستن چېز د ۱۹م اور په وروستي توپ یوه منډه جوړه کړه او هدف یې پوره کړ.

نوموړي ۴۲ ناسوځېدلې او برنډن کېنګز ۳۴ منډې وکړې.

د پي‌این‌جي په توپ اچونکو کې اسد والا ۲ لوبغاړي وسوځول.

رستن چېز د دې لوبې د غوره او اسد والا بیا د اغېزناک لوبغاړي جایزې وګټلې.

یادې دواړه لوبډلې به له افغانستان سره هم سیالۍ ترسره کوي.

د ویلو ده چې په سبانیو سیالیو کې به نامیبیا د عمان او سریلانکا د سویلي افریقا خلاف سیالۍ کوي.