جنوبي افریقا پرون د دغه هېواد د عمومي ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې، چې په وینا یې هېڅ ګوند د اړتیا وړ اکثریت نه دی ګټلی.
اوس د ايتلافي حکومت د جوړولو په هدف د بېلابېلو ګوندونو ترمنځ خبرې پيل شوي دي.
د افریقا ملي کانګرس ګوند د شنبې په ورځ د جون لومړۍ د ټاکنو د ۹۹ فیصده رایو له شمېرلو وروسته خپل ۳۰ کلن اکثریت له لاسه ورکړ.
په دې توګه، د ملي کانګرس ګوند وښودله چې تر پنځوس فیصده ډېرې رایې نه شي ترلاسه کولی او د لومړي ځل لپاره یې د یو یا ډیرو نورو ګوندونو سره ایتلاف جوړ کړ.
په سویلي افریقا کې د عمومي ټاکنو له مخې ګوندونه د پارلمان څوکۍ ګټي او بیا وروسته پارلمان د دغه هېواد ولسمشر انتخابوي.