نن په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ خلاف د واکسین ورکولو کمپاین پیلېږي

ارشیف: په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

ټاکل شوې نن په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو خلاف د واکسین ورکولو تازه کمپاین پیل شي.

"له پولیو د خلاص افغانستان" بنسټ په خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دغه کمپاین به په ټولو ولایتونو کې پیل شي.

په دې باب نور تفصیلات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان ځینو محلي رسنیو په روان ۲۰۲۴م کال کې په غزني کې د ګوزڼ یا پولیو د لومړۍ مثبتې پېښې راپور ورکړی دی.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د شپږو مثبتو پېښو د ثبت راپور ورکړل شوی و چې ټولې په ننګرهار کې وې.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د پولیو ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.

پولیو یا د ماشومان ګوزڼ یوه وایروسي ناروغي ده چې د مخنیوي یوازېنۍ لار یې ماشومانو ته واکسین ورکول دي.